د کابل ښاروالۍ ۱۵ او ۱۶ مې ناحيې له استازیو سره غونډه وشوه

د کابل ښار د بېلابېلو ناحيو ستونزو ته د رسېدو په دوام نن د چهارشنبې په ورځ (صفر المظفر ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د کابل ښار ۱۵ او ۱۶ مې ناحيې ګذر وکيلانو، علماوو، متنفذينو او ځوانانو سره د همغږۍ او ځينو ستونزو د حل په موخه ولیدل.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قران عظيم الشان په تلاوت سره وشو او ورپسې د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د سمون رياست د ګذر وکيلانو آمر رفيع الله اکبري د وکیلانو د دندو او مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د ۱۶ ناحيې د خلکو په استازيتوب د ګذر وکيل محمد عيسی شفاهي د يادې ناحيې اړوند ځينې ستونزې شريکې کړې چې په کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په اړه يې د ترافيکي ستونزو، د سون توکو د استعمال د کنټرول او همدا راز د ښار د نظم، نرخونو د کنټرول او د ځمکو د اسنادو تکميلولو غوښتنې موجودې وې.
همدا راز د ۱۵ ناحيې د ګذر وکيلانو په استازيتوب عبدالامين حقجو په دې ناحيه کې د څښاک د پاکو اوبو، ښاري پاکوالي، سرک پخولو او له ګذر وکيلانو سره د همکارۍ غوښتنې شریکې کړي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د يادو ناحيو استازو ستونزو ته د رسېدګۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هوډ لري چې خپل ولس ته مثالي خدمات وړاندې کړي او په همدې اساس يې د کابل ښار د خلکو ستونزو ته د رسېدګۍ لپاره دا ناستې ترسره کوي.
ښاغلي منصور غونډې ته په وينا کې وويل چې په ناحيو کې موجود مسؤلين د اسلامي امارت استازي دي او تاسو هر وخت کولی شئ چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړئ.
نوموړي وويل چې اسلامي امارت د خلکو ستونزو د حل په موخه د لويې څارنوالۍ په مشرۍ کمسيون ته دنده سپارلې ترڅو د خلکو ستونزو ته په سمه توګه رسيدګي وکړي او ټولنيز خدمات په ښه توګه سرته ورسوي.
مولوي عبدالباقي منصور د ۱۵ او ۱۶ ناحيې د ګذر وکیلانو او علماءکرامو څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت له امنيتي ځواکونو سره همکاري ته لا ښه دوام ورکړي او همدا راز يې د بشري مرستو د ويش په اړه غوښتنه وکړه چې بايد مستحق کسان ليست شي او په دې برخه کې د خپلوۍ او ملګرتيا له پالنې ډډه وشي.
هغه همدا راز د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د عامه المنفعه تاسيساتو ساتنې ته په ښه توګه متوجه شي تر څو له زيان څخه وژغورل شي.
د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست نږدې هره اوونۍ د کابل ښار د بېلابېلو ناحيو له استازو سره ناستې کوي، د هغوی ستونزې اوري او په اړه يې اقدامات کوي چې تر دا مهاله د کابل ښار ۱۵ ناحيو استازو سره دا ډول ناستې شوي دي.
دا غونډه، د ولس د ښېرازۍ او د افغانستان ټولنيز پرمختګ ته په دعا سره پای ته ورسېده.