د کابینې ۷مه غونډه؛ د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو نوملړ برابرېږي
د افغانستان اسلامي مارت د کابینې په اوومه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د لغوه شویو ادارو د بې برخلیکه کارکوونکو نوملړ د زده کړو له درجې، رشتې او تجربې سره برابر او ټولو وزارتونو ته ولېږي، چې د خپل لزومدید پر اساس د تعیناتو په برخه کې ترې ګټه واخلي.
د کابینې دغه ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، تېره دوشنبه، د صفرالمظفر په ۲۲مه وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د معتادینو د درملنې په برخه کې هغو معتادینو ته لومړيتوب ورکړي چې په زندانونو کې ساتل کېږي.
د نوي کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب شوه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پلي کېدو لپاره يي پر وخت اصولي کړنې وکړي.
همدارنګه د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د سوداګرۍ او صنعت، اطلاعاتو او فرهنګ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په مرسته د چاپیریال ساتنې ملي پالیسۍ مسوده باندې بیا کتنه وکړي او وروستۍ طرحه يي د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت دکابینې دا ناسته د خیر په دعای پای ته ورسېده.