د کانونو او پټروليم وزارت ۷۰ کارمندانو ته د حقوقي اسنادو څېړنې روزنه ورکړل شوه
د معادن او پټروليم وزارت د لومړي، دوهم او دريم بستونو ۷۰ تنو کارمندانو ته د حقوقي اسنادو د څېړنې په اړه اوونيز تربيوي پروګرام پای ته ورسېد او فارغ شويو کارمندانو باندې تصديق ليکونه ووېشل شول.
ددغه اوونيز تربيوي پروګرام پای غونډه نن د يکشنبې په ورځ «صفر المظفر ۲۱ مه نېټه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې له لوري د کانونو او پټروليم وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د معادن او پټروليم وزير شيخ الحديث مولوي شهاب الدين دلاور، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله ګډون کړی و او د موضوع په اړه يې د غونډې برخه والو ته ويناوې وکړې.
د کانونو او پټروليم سرپرست وزير دا ډول روزنيز پروګرامونو د کارمندانو د کاري وړتيا په لوړولو کې مؤثر وګڼل او زياته يې کړه چې د افغانستان ولس له ۲۰ کلن اشغال وروسته دې ته اړتيا لري چې ستونزې يې په ښه توګه د ديني او عصري علومو نه په استفادې حل شي.
غونډې ته په وينا کې مولوي عبدالحنان عارف الله وويل چې د دولتي کارمندانو د کاري وړتيا د لوړاوي سربيره لازمه ده چې خپل مسؤليتونه په تقوی، اخلاص او صداقت سر ته ورسوي او د اسلام اصولو ته ژمنتيا او تطبيق د اسلامي امارت يو مهم اصل دی.
بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو ادارې د اطلاعاتو او کلتور او اقتصاد وزارتونو نورو ۷۰ تنو کارمندانو ته هم د کاري وړتيا د لوړاوي په موخه روزنيز پروګرامونه جوړ کړي وو.
د نن ورځې غونډه له ياد روزنيز پروګرام څخه فارغ شویو کارمندانو ته د تصديق ليکونو په توزيع او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.