د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه کې په ګڼو موضوعاتو بحث وشو

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د صفر المظفر په ۲۰ مه نېټه).
د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه.

غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست مرستيال مولوي سيف الدين تائب اصلاحي وينا وکړه.
ورپسې د تېرو پرېکړو په تعقيب په غونډه کې د څارنې او ارزونې په شمول د ملي تدارکاتو او حقوقي رياستونو څخه يو تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه تر څو له شرکتونو سره د تيلو د پيسو د تصفيې په اړه معلومات راټول کړي.

همدا راز په غونډه کې د بېلابېلو شرکتونو د پيسو د تاديې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې دا موضوع به د‌ نهايي پريکړې لپاره کابينې ته وړاندې کيږي او د قرضونو د تاديې لپاره به په يوه جامع طرحه کار کيږي.
د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست اړوند ډيپو کې د سنتايزرو د ضياع د مخنیوي او استعمال په اړه پرېکړه وشوه چې د درملو او خوړو ملي ادارې سره دې په همغږۍ موجوده سنتايزرو ته د استعمال لپاره مناسبه حل لاره پيدا کړي.
په دغه اوونيزه ناسته کې پريکړه وشوه چې د رياست الوزراء د سياسي معاونيت له لوري د چارو ادارې ته د عارضينود عرائضو رالېږلو په اړه له ياد معاونيت سره ناسته وشي ترڅو د عارضينو د عرائضو د حل په برخه کې ستونزې حل شي.
همدا راز د پښتونستان څلور لارې کې د عدليې وزارت د تعيمر د برېښنا بيلونو د اجراء په اړه ‌تصميم ونيول شو چې د سترې محکمې، عدليې وزارت او بريښنا شرکت ګډ پلاوی دې د برښنا د صرفيې په اړه معلومات راټول او راپور دې يې رياست الوزراء ته د پرېکړې لپاره وړاندې کړي.
دا اوونيزه اداري غونډه، هیواد، ولس د خير او د اسلامي نظام د قيام او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.