د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو، علماوو او متنفذینو سره غونډه وشوه
د څوارلسمې ناحیې ستونزو د حل لپاره د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي چارو ریاست له لوري نن پنجشنبه د (صفرالمظفر ۱۸مه) د دې ادارې د غونډو په تالار کې غونډه وشوه
غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او وروسته د کابل ښاروالۍ د خلکو د چارو د همغږۍ رئیس مولوي رفیع الله اکبري د ګذر وکیلانو دندې او مسئولیتونه تشریح کړل.
غونډه کې قاري محمد سلیم او مولوي هجرت الله حقاني د دې ناحیې د ګذر وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې هغوی د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ ترڅنګ د څوارلسمې ناحیې ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هغو ستونزو د رسیدګی غوښتونکي شول.
له بلې خوا د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوی عبدالباقي منصور د ګډونوالو له حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ددې غونډې موخه دا ده چې هغو ستونزو او شکایتونو ته ژر رسیدګي وشي چې مخکې له اړوندو دولتي اداراتو سره شریکي شوې وې خو رسیدګي ورته شوې نه وي له دې لارې به ورته رسیدګي کېږي.
ښاغلي منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت ټول مسئولین قاطعانه هڅه کوي ترڅو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي او د کابل د ټولو ناحیو د ستونزو د حل لپاره یوه با صلاحیته کمېټه هم جوړه شوې ده.
مولوي منصور له ګډونوالو وغوښتل ترڅو د بشري مرستو د توزیع په برخه کې له پوره ایماندارۍ کار واخلي او د امنیت په تامین او د احتکار په مخنیوي کې دې له امنیتي مسئولینو سره همکاري وکړي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده