د چارو اداري اونيزه اداري غونډه؛ له بېلابېلو شرکتونو سره د قراردادونو ارزونه کيږي
د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه چې نن د شبنې په ورځ (صفر المظفر۷ مه) نېټه د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې په يو لړ بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
دا اوونيزه غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او وروسته د دې رياست د حقوقو او تفتيش رئيس مولوي محمد حنان اصلاحي وينا وکړه.
ورپسې د تېرې غونډو د پرېکړو په تعقيب د چارو ادارې د دعوت او ارشاد رئيس پر جماعت د لمانځه اداکولو او په اوونيزو اصلاحي درسونو کې پر لا ښه ګډون ټینګار وکړ.
همدا راز د چارو ادارې سره د بېلابېلو شرکتونو د قراردادونو د تصفيې په اړه کمېټه جوړه شوه ترڅو د قراردادونو بيا کتنه او ارزونه وکړي او پایله یې رياست ته وړاندې کړي.
په دې اونيزه غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست ته دنده وسپارل شوه چې د چارو ادارې لوی رياست داخل ته د کارمندانو د دولتي او شخصي نقليه وسايطو د داخلېدو په اړه هم وسایط کټه ګوري کړي، چې د موټرو د ګڼې ګوڼې او ازدحام مخه ونيول شي.
د چارو ادارې دا اونيزه غونډه، د نظام د پایښت او د هېواد د پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.