د کابینې ۵مه غونډه؛ بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کمېټې جوړېږي
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په پنځمه غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه پلاوی وګمارل شو.
دې پلاوي کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخوند، لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي، د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن، د افغانستان بانک مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد په ګډون جوړ شوی، له اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازي يي هم غړي دي.
یاد پلاوی به په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې څېړې، د حل په موخه به يي کمېټې جوړوي، یادو کمېټو ته به کړنلارې جوړوي او د تصمیم نیونې په موخه به يي د کابینې غونډې ته وړاندې کوي.
د کابینې دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د روان کال د صفرالمظفر پر لومړۍ او د وږې په اوومه د قرآن کریم په تلاوت پیل او له مقدماتي خبرو وروسته پر مختلفو موضوعاتو بحث وشو.
د دې غونډې د پرېکړې له مخې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د تقاعد او متقاعدینو د حقوقو د اجراء موضوع وڅېړې او پایلې يي د کابینې ناسته کې شریکې کړي.
همدارنګه دې ناسته کې د هېواد د خپلواکۍ د کالیزې په مناسبت د وږي نهمه چې د صفرالمظفر له درېیمې سره برابر ده، عمومي رخصتي وټاکل شوه.
دغه راز په تېره غونډه کې د ټاکل شوي پلاوي له لوري د دعوت او ارشاد ریاستونو لپاره وړاندې شوی نصاب تصويب شو.
د کابینې دا ناسته چې د دوشنبې په ورځ وشوه، د خیر په دعای پای ته ورسېده.