د کابل ښاروالۍ د یوویشتمې او دولسمې ناحیو له استازو سره غونډه وشوه

دغه غونډه نن دوشنبه د (صفرالمظفر) لومړۍ نېټه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د یادو ناحیو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د ددې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.
غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګی او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ او د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ رئیس رفیع الله اکبري د ګذر وکیلانو دندې او مسئولیتونه تشریح کړل.
په دې غونډه کې قاري شمس الرحمن مدني او ذبیح الله صافي د یادو ناحیو د ګذر وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې هغوی د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ د دواړو ناحیو د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کابل ښاروالۍ د یویشتمې ناحیې استازو د پلچرخي زندان د قراول له لوري د دولسمې ناحیې د عمومي سړک د بندېدو له امله شکایت وکړ او د هغه د خلاصېدو غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه هغوی په دولسمه ناحیه کې د هدیرې لپاره د یو مشخص ځای د تثبیت ترڅنګ د صحي کلینیک، د څښاک پاکو اوبو، د معتاینو د تداوي د مرکز نشتوالي، د برق کمبود، فقر، بې روزګاري او ځینې نورو موضوعاتو څخه یې شکایت درلود.
د ا.ا.ا د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور ددوې د مشکلاتو له اورېدو وروسته ددوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه د داسې غونډو څخه هدف دا دی چې هغو ستونزو ته عاجله رسیدګي وشي چې د ګذر وکیلانو له لوري دولتي ادارو سره شریکې شوې وي خو هغوی ته رسیدګي شوې نه وي نو له دې لارې به ورته رسیدګي کېږي.
مولوي عبدالباقي منصور د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې بشري مرستي باید په پوره ایماندارۍ سره مستحقینو ته توزیع شي او د امنیت په ټینګښت او د احتکار له مخنیوي لپاره باید امنیتي مسئولینو سره همکاري وشي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده