مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معين په توګه معرفي شو

د ا.ا.ا د کرنې او مالدارۍ وزات پخوانی سرپرست وزير د مهاجرينو او بېرته راستنېدو نکو چارو د مهاجرينو د معين په توګه ددې وزارت کارمندانو ته ورمعرفي کړل شو.
په دې اړه د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني خبرې وکړې او د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو د معين په توګه د مولوي عبدالرحمن راشد ټاکنه يې پر ځای وبلله.
ښاغلي حقاني وويل چې له افغانستان څخه د تېرو څلوېښت کلونو جګړو او په کور دننه د طبعي افاتو له امله ګڼ شمير افغانان مهاجر شوي دي چې موږ يې د مديريت په اړه مسؤل يو او زياته يې کړه چې د مهاجرينو ستونزو ته په ښه توګه رسيدګي کول زموږ مسؤليت دی.
همدا راز د ا.ا.ا د چارو اداري لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د مهاجرينو د معين په توګه د مولوي عبدالرحمن راشد د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين فرمان ولوست او پخپلو خبرو کې يې زياته کړه چې موږ ته راسپارل شوی مسؤليت امانت دی چې بايد په ښه توګه يې سرته ورسوو.
ښاغلي منصور وويل چې دولتي دنده زموږ فردي مسؤليت دی؛ خو تر دې ورهاخوا خلکو ته په نيکيو امر او له بديو څخه د مخنيوي امر مو اجتماعي مسؤليت دی چې بايد اداء يې کړو.
ورپسې د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو وزارت د مهاجرينو معين مولوي عبدالرحمن راشد خبرې وکړې او له امير المؤمنين څخه يې پرې د کړي اعتماد او ورسپارل شوي مسؤليت له امله مننه وکړه.
هغه زياته کړه چې په بېلابېلو هيوادونو کې افغانان د مهاجرت شپې سبا کوي چې پخپل ژوند کې له ستونزو سره مخ دي او ژمنه يې وکړه چې په کور دننه به د مهاجرينو ستونزې حل کوي او له هيواده بهر مهاجرينو ته به خپل هيواد ته د بېرته راستنېدو زمينه برابروي.
ښاغلي راشد له هېواده بهر افغان مهاجرينو څخه وغوښتل تر څو خپل هيواد ته راستانه شي او په امن افغانستان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
دا غونډه هيواد، افغان مهاجرينو او اسلامي نظام ته په دعا سره پای ته ورسېده.