د چارو ادارې اونيزه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه چې نن د شبنې په ورځ (محرم الحرام ۲۹ مه) نېټه د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د نورو موضوعاتو تر څنګ پکې د يادې ادارې د ترانسپورت او سون موادو په اړه بحث وشو.
دا غونډه چې د چارو ادارې د لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او وروسته ښاغلي صديقي اصلاحي وينا وکړه.
ورپسې د تېرې غونډو د پرېکړو په تعقيب د چارو ادارې د ټرانسپورټ او سون موادو په اجراء او د تېلو د قراردادونو د پيسو د تحويلۍ په اړه بحث و شو.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو، ماليې، ترانسپورت، نظارت او اقتصاد رياستونو څخه يو تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، تر څو د پښتونستان په څلورلارې کې د عدليې وزارت د تعمير د برېښنا د صرفيې په اړه معلومات راټول او راپور يې راتلونکې اوونيزې غونډې ته وسپاري.
د چارو ادارې دا اونيزه غونډه، اسلامي نظام، ولس او د افغانستان د پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.