د فرانسویانو روغتون د برېښنايي قرضونو اړوند کړنلاره جوړېږي

 

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست او يو شمير وزارتونو د استازو ترمنځ د فرانسويانو روغتون (FMIC) د برېښنا د ستونزو په اړه غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن د پنجشنبې په ورځ (محرم الحرام ۲۷ مه) نېټه چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباقي منصور وينا وکړه او پخپلو خبرو کې يې د روغتيايي بنسټونو د پياوړتيا لپاره او ستونزو حل په اړه د حکومت ژمنتيا څرګنده کړه.
همدا راز د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس ميرويس احمدزي هم وويل چې د افغانستان اوسني خراب اقتصادي وضيعت ته په کتو دې د فرانسويانو روغتون بايد خپلو خدماتو کې اړمنو خلکو ته پرته له کوم خدماتي توپيره له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې تخفيف ورکړي.
په غونډه کې د بريښنا شرکت د تجارتي عوائدو مرستيال ميرويس عطايي د فرانسويانو روغتون له استازي څخه وغوښتل چې باید د برښنا شرکت پورونه اداء کړي.
بل لور ته د فرانسويانو روغتون سرطبيب ډاکټر بشير يوسفزي وويل چې د فرانسويانو روغتون د افغانستان قوانينو ته ژمن دی او د روغتون اداره هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته په ښه توګه خپل خدمات وړاندې کړي او د برښنا د قرض تاديې ډاډ يې ورکړل او له برېښنا شرکت څخه د برق نه قطع کولو غوښتنه وکړه.
همدا راز په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د فرانسويانو روغتون، عامې روغتيا وزارت او برښنا شرکت به په ګډه يوه کړنلاره جوړوي او د هغې له مخې به د فرانسويانو روغتون برېښنا شرکت ته خپل پورونه اداء کوي.
دا غونډه د هيواد د پرمختګ او هوساينې په دعا سره پای ته ورسېده.