مولوي عبدالباقي منصور: راسپارل شوی مسؤليت امانت دی، بايد په ښه توګه يې ترسره کړو

د ا.ا.ا د زراعت وزارت نوي سرپرست وزير مولوی عطاء الله عمري د معرفۍ غونډه د زراعت وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس، د زراعت مخکينی وزير، کابل والي او د اړوند وزارت مسؤلينو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه په کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د زراعت وزارت نوي وزير په اړه د امير المؤمنين حفظه الله فرمان ولوست.
ورپسې ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت د علماوو په قيادت کې برياليتوب ته رسېدلی دی او موږ ته راسپارل شوي مسؤليتونه امانت دي، چې بايد په ښه توګه يې ترسره کړو.
په غونډه کې د ياد وزارت پخواني وزير مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او ويې ويل چې اطاعت په اسلامي امارت کې يو اصل دی، موږ په هر وخت کې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه امر ته لبيک وايو.
نوموړي د اشغالګرو په وړاندې په تيره شل کلنه مبارزه کې د نوي سرپرست وزير د خدمتونو يادونه وکړه او په نوي مسؤليت کې يې ورته د برياليتوب هيله څرګنده کړه.
په غونډه کې د کابل والي شيخ ندا محمد له مامورينو وغوښتل چې خلکو ته په ښه توګه او اخلاص خدمت وکړي او له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
همدا راز غونډې ته د زراعت نوي وزير مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د ياد وزارت کارمندانو سره په همکارۍ د زراعت، مالدارۍ او باغداري په برخه کې د پرمختګ په اړه له کروندګرو سره د همکاري خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د افغانستان اقتصاد به د زراعت په پرمختګ پياوړی کوو.
د ښاغلي عمري په وينا د اسلامي امارت د مشرتابه د لزوم ديد له مخې چې کوم مسؤليت ورسپارل شوی دی، دی به پخپل ټول توان هڅه وکړي ترڅود افغانستان زراعت او د کروندګرو په خدمت کې مؤثر ګامونه پورته کړي.
هغه له خپلو همکارانو غوښتنه وکړه چې په چارو کې ورسره په اخلاص او اصداقت همکاري وکړي.

غونډه د هيواد او اسلامي نظام د بقا او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.