د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معين معرفي شو

د ا.ا.ا د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معين ملا محمد عيسی ثاني د ياد وزارت د محترم وزير او د چارو ادارې د دفاع او امنيت رئيس له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته ورمعرفي کړل شو.
د معرفۍ دا غونډه چې د اوبو او انرژۍ وزرات د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه چې پکې د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست رئيس مولوي محمود شاه زاهد د انرژۍ د نوي معين ملا محمد عيسی ثاني د ټاکنې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين فرمان ولوست.
نوموړي په خپلو خبرو کې د خلکو خدمت خپل مسؤليت وګاڼه او ضمناً يې بهر ته تللو افغانانو باندې غږ وکړ چې خپل هيواد ته راستانه شي، له موجوده امن او ښه فرصت څخه په استفادې خپل هېواد ته خدمت وکړي.
په غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير مولوي عبداللطيف منصور هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د حکومت مسؤليت د خلکو خدمت کول دي او زياته يې کړه چې موږ بايد په ښه طريقه خپلو ولسونو ته خدمت وکړو او خپل راسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه اداء کړو.
ښاغلي منصور د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ نوی معين يو امين او په کار پوه شخصيت ياد کړ او زياته يې کړه چې نوموړي تر دې وړاندې د اسلامي امارت په بېلابېلو ادارو کې خدمات ترسره کړي دي.
په پای کې هيواد، ولس او اسلامي نظام ته په دعا سره ياد مراسم پای ته ورسېدل.