د اترا رئيس د معرفۍ مراسم: په شپږو زونونو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د کنټرول دستګاوې نصبېږي

د هېواد د مخابراتو وزارت وايي د مخابراتي خدماتو د کنټرول لپاره یوازې یوه دستګاه په مرکز کې شته، پلان لرو چې د هېواد په شپږ زونونو کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت دستګاوې نصب او د دې ادارې د فعالیت ساحه پراخه کړو.
د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني د اترا ادارې د نوي رئیس د معرفي په مراسمو کې یاد مطالب یاد کړل.
دغه مراسم د اترا ادارې د نوي رئیس د معرفي لپاره نن چهارشنبه د (محرام الحرام ۲۶مه) د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وزیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او شوراګانو د انسجام رئیس، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال، د اترا ادارې رئیسانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
د قرآن کریم د مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او شوراګانو د انسجام رئیس قاري عبدالستار سعید د د سید برات شاه اغا ندیم د تقررۍ اړوند د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله حکم قرائت کړ او هغه ته یې د بریالیتوب او سرلوړۍ هیله څرګنده کړه.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین سعدالدین سعید د اترا ادارې د نوي رئیس د جهادي سابقې او ښې مخینې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه مهم دولتي سکتور داسې ژمنو او صادقو کسانو ته اړتيا لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال قاري یوسف احمدي د اترا ادارې د نوي رئیس په اړه د عمیقې پیژندنې ته په اشارې وویل هغه د مشورې شخص دی او خپلې ټولې دندې په دقت سره سرته رسوي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله له اعتماد څخه په مننې د مخابراتو او اترا ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه چې دغه وزارت د راجسټر پرته د سیمکارټونو د توزیع د مخنیوي سربېره د مخابراتي خدماتو له وړاندې کولو څخه دوامداره څارنه کوي.
په پای کې د اترا ادارې نوي رئیس سید برات شاه اغا ندیم د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله له باور څخه په مننې ټینګار وکړ چې د اترا ادارې د متخصصینو سره په همکارۍ او مشورې به د دې ادارې د تقویت او هېوادوالو ته د باکیفیته مخابراتي خدماتو وړاندې کولو کې هڅه وکړي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده