د کابینې ۴مه غونډه؛ د شرکتونو له لوري پر حکومت د پورونو اړوند طرحه جوړېږي

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د روان کال څلورمه غونډه کې مربوطه پلاوي ته د شرکتونو له لوري پر حکومت د شته پورونو اړوند د طرحې جوړېدو دنده وسپارل شوه.
دغه غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزرا‌ء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ۱۴۴۴هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۴مه چې د ۱۴۰۱هـ ش د زمري له ۳۱مې سره برابره وه وشوه، پکې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر یاده شوې موضوع هم بحث وشو.
غونډه چې د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، له مقدماتي خبرو وروسته پر برابره شوې اجنډا بحث پيل شو، چې پکې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو او د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د هغو شرکتونو په اړه چې حکومت يې پوروړی دی، د پورونو د ستونزو د حل لپاره طرحه جوړه او د کابینې غونډې ته يې وړاندې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د سرپرست شیخ نورالله منیر په مشرۍ پلاوي ته دنده ورکړل شوه، چې د دعوت او ارشاد ریاستونو لپاره د امربالمعروف، نهی عنی المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا جوړ شوی نصاب په غور سره وګوري او په اړه يې خپل نظر د کابینې په ناسته کې شریک کړي.
د کابینې په دې غونډه کې اداري کمیسیون ته هم د تذکرو اړوند دنده وسپارل شوه، چې د یو شخص په نوم له یوې ډېرو تذکرو لغوې، یا هم په کاغذي تذکرو کې د نوم، تخلص، ولایت او د عمر اصلاح کولو په اړه جوړ شوی طرزالعمل بشپړ وڅېړي او خپل نظر د کابینې په غونډه کې شریک کړي.
د کابینې دا ناسته چې د ریاست الوزراء‌ مقام د ناستو په تالار کې ترسره شوه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.