د کابل ښار اتمې ناحيې ګذر وکيلانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

 

د کابل ښار اوسېدونکو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدنې په موخه د ښار د بېلابېلو ناحيو له ګذر وکيلانو سر د ا.ا.ا د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د غونډو په دوام د اتمې ناحيې له ګذر وکيلانو، قومي مشرانو او متنفذينو سره غونډه وشوه.
غونډه چې نن د سه شنبې په ورځ (محرم الحرام ۲۵) د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه په کې د کابل ښار د اتمې ناحيې علماء کرامو، ګذر وکيلانو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
دغه غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه ورپسې د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام امر رفيع الله اکبري د ګذر وکيلانو د مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د اتمې ناحيې د ګذر وکيلانو رئيس حاجي سعيد الرحمن د يادې ناحيې د ګذر وکيلانو په استازيتوب په اتمه ناحيه کې د کثافتونو پاکوالي، د ټانګ لوګر په سيمه کې د سرک جوړولو، د حضوري چمن او نادر خان تپې بيا رغونه او همدا راز د کارته نو ګلدانونو څخه د معتادينو د ټولولو غوښتنه وکړه.
همدا راز د اتمې ناحيې د ځوانانو لپاره د تعليم او کار پيدا کولو او د ځوانانو د وړتيا لوړولو په برخه کې د بېلابېلو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وشوه.
مولوي مفتي محمد چې د اتمې ناحيې د علماوو په استازيتوب يې خبرې وکړې؛ مدرسو، ښوونځيو او جوماتونو ته د امنيت او پرمختګ لپاره يې د دولت د توجه او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نور محمد حيدري د اتمې ناحيې د ګذر وکيلانو او علماء کرامو د ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
ښاغلي حيدري له علماء کرامو، ګذر وکيلانواو قومي مشرانو او علماء کرامو وغوښتل چې د بشري مرستو د وېش په اړه دې له انصاف څخه کار واخلي او اړمن خلک دې د مرستو د وېش لپاره لېست کړي.
همدا راز يې په کابل ښار کې د امنيت د ټينګښت په موخه له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي د اتمې ناحيې ګذر وکيلانو ته ډاډ ورکړ چې د رياست الوزراء له حکم او هداياتو سره سم به يې د ستونزو حل ته رسيدګي کوي.
دغه غونډه د ولس د ښېرازۍ او ابادۍ په دعا سره پای ته ورسېده.