د کابل ښار نهمې او لسمې حوزې له استازیو سره غونډه وشوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د کابل ښار نهمې او لسمې ناحيې د ستونزو حل په موخه نن د پنجشنبې په ورځ (محرام الحرام ۱۸ مه) نېټه د چارو ادارې د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
غونډه چې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په کې د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام استازي، علماء کرامو، قومي مخورو او د نهمې او لسمې ناحيې د ګذر وکيلانو برخه اخيستې وه.
غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام امر رفيع الله اکبري خبرې وکړې او د ګذر وکيلانو د دندو او مسؤليتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل او د چارو ادارې څخه يې د دا ډول غونډو جوړولو په اړه مننه وکړه.
د کابل ښار د نهمې او لسمې ناحیې یو شمېر وکیلانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د یادو ناحيو د ستونزو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د ګذر وکیلانو د ستونزو اورېدو وروسته، هغوی ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او له اسلامي نظام څخه يې د ګذر وکيلانو د ملاتړ مننه وکړه.
ښاغلي منصور وويل چې له دې ناستو يې هدف د خلکو ستونزو ته د حل لارو لټول دي چې تر دې وړاندې له اړوندو دولتي ادارو سره شريکې شوې وې خو حل شوې نه وې.
هغه د ګذر وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د رياست الوزراء له حکم او هداياتو سره سم به د یادو ستونزو حل ته رسيدګي کوي.
مولوي عبدالباقي منصور له ګذر وکيلانو وغوښتل چې د بشري مرستو وېش دې په صداقت او ايماندارۍ ترسره او په اړمنو خلکو وويشل شي، همدا راز يې له علماء کرامو، قومي مخورو او ګذر وکيلانو وغوښتل چې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه دې له امنيتي مسؤلينو سره همکاري وکړي.
. دغه غونډه د ولس د ښېرازۍ او ابادۍ په دعا سره پای ته ورسېده.