د کابل ښار اوو ناحيو د ستونزو حل لپاره اساسي اقدامات ترسره کيږي
د چارو ادارې د فرهنګي او اجتماعي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور او د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام رئيس مولوي محمد ناصر کبيري د چهارشنبې په ورځ (د محرم الحرام په ۵ مه نېټه)د کابل ښار د اوو ناحيو له يو شمير علماء کرامو او ګذر وکيلانو سره د ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه مجلس چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام رئيس مولوي محمد ناصر کبيري، د کابل ښار د ګذر وکيلانو د مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې او له حکومت سره يې د هغوی د همکارۍ ستاينه وکړه.
ښاغلي کبيري وويل چې د ګذر وکیلان د خلکو په وړاندې شرعي مسؤليت لري ترڅو د خلکو د ستونزو په حل کې خپل مسؤليت اداء کړي.
هغه زياته کړه چې له ګذر وکيلانو سره يې د نن ورځې غونډه، د خلکو د ستونزو حل لپاره د مشورې، د ستونزو په نښه کول او د حل لپاره په ګډه اقدام کولو لپاره رابللې ده.
په دغه غونډه کې د ټولو ګډونوالو په استازيتوب ۱۴ تنو ګذر وکیلانو خبرې وکړي او د ناحيو د مشکلاتو په اړه یې د حکومت له مسؤلو ارګانونو د حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته د چارو ادارې د فرهنګي او اجتماعي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د اوو ناحيو د ګذر وکیلانو څخه حکومت سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې ددې ناستو هدف د کابل ښار د بېلابيلو ناحيو خلکو ستونزو ته په ښه او بېړنۍ توګه رسيدګي کول دي.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس له ګذر وکيلانو وغوښتل چې د بشري مرستو د توزيع په اړه دې مستحق کسان په امانتدارۍ او صداقت سروې شي او اړمنو خلکو ته دې بشري مرستې ورکړل شي.
همدا راز مولوي عبدالباقي منصور د اوو ناحيو له علماء کرامو، قومي مخورو او ګذر وکيلانو څخه وغوښتل چې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه دې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
دغه مجلس په دعا سره پای ته ورسېد.