شيخ الحدیث نور الحق انور: موږ بايد د نړۍ له پرمختګونو سره ځان عيار کړو

د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ الحدیث نور الحق انور د رهبرۍ د مقدماتي زده کړو ځانګړي پروګرام د پای په مراسمو کې وويل چې اداري چارو د نړۍ په کچه زيات پرمختګ کړی دی او پر موږ هم لازمه ده چې د نړۍ له پرمختګونو سره ځان عيار کړو.
دغه غونډه چې تېره ورځ (د محرم الحرام ۴) د ملکي خدماتو په انسټيټيوټ کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم له تلاوت څخه وشو او وروسته غونډې ته بېلابېلو ويناوالو خبرې وکړې.
په پيل کې د ملکي خدماتو انسټيټيوټ رئيس مولوي عبدالرحيم احسان د رهبرۍ د مقدماتي زده کړو ځانګړي پروګرام د لومړۍ او دوهمې دورې د ګډون والو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه؛ په دې دواړو دورو کې ۹۰ تنو د رهبرۍ د مقدماتي زده کړو او مديريت په اړه برخه اخيستې وه او نن يې د تصديق نامو د ترلاسه کولو ورځ ده.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ نور الحق انور فارغينو ته مبارکي وويله او نويو فارغ شويو ته يې سپارښتنه وکړه چې پخپلو فعاليتونو کې د مسلکي توب او مديريت سربېره بايد امانت دار واوسي او خپل مسؤليتونه په ښه توګه سرته ورسوي.
هغه زياته کړه چې اسلامي امارت د دولتي کارمندانو د وړتيا لوړولو په موخه په راتلونکې کې مهم پروګرامونه په پام کې لري.
همدا راز په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د ښې رهبرۍ او مديريت په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې اوسمهال په دولتي ادارو کې په کافي اندازه وسايل او امکانات موجود دي.
د هغه په خبره بايد په چارو کې ترې سالمه استفاده وشي او د افغانستان غمځپلي ولس ته په اخلاص خدمت وشي.
د مراسمو په پای کې د رهبرۍ او مديريت ۹۰ تنو فارغانو ته تصديق نامې ورکړل شوې او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.