د نوري فایبر پراختیا پالیسي ترڅېړنې لاندې نیول کیږي

د نوري فایبر پراختیا پالیسي ترڅېړنې لاندې نیول کېدو په موخه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور په مشرۍ نن سه شنبه د محرم الحرام څلورمه د چارو ادارې په مقر کې غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د اوبو او انرژۍ وزارت معین انجنیر مجیب الرحمن عمر او تخنیکي همکارانو یې ګډون کړی وو.
غونډه د کلام الله مجید په مبارکو ایتونو پیل. ورپسې شیخ الحدیث نورالحق انور د ښه راغلاست تر څنګ د جلسې پر اجنډا رڼا واچوله.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وویل، د نوري فایبر د پالیسۍ د څېړلو اړوند دا جلسه د کابینې د ۳/۱/۱۴۴۴هـ.ق مصؤبې پر بنسټ جوړه شوې ده.
د هغه په وینا له اصلاحاتو او د اړوندو اداراتو د تخنیکي نظرونو له ټولولو وروسته کابینې ته د تصویب لپاره وړاندې کېږي.
غونډه کې ګډونوالو د نوري فایبر د پالیسۍ د غني کېدو او د ښو اصلاحاتو په موخه خپل وړاندیزونه بیان کړل او په افغانستان کې یې د نوري فایبر د پالیسي عملي کېدل د هېواد د عوایدو د لوړېدو لامل وباله.