اسلامي امارت د ملي سوداګرو او پانګه والو ملاتړی دی

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیت نور الحق انور نن یکشنبه د محرم الحرام دویمه "د کابل ښار د خیرخواه مارکیټ کمپلکس " او د نادر پشتون جادې سوداګرو او پانګه والو سره د چارو ادارې په مقر کې وکتل
غونډه کې د قرآن مجید د مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته د کابل ښار د خیرخواه مارکیټ کمپلکس رئیس مختار شریفي د نورو ملي سوداګرو او پانګه والو په استازیتوب د چارو ادارې لوی رئیس په توګه د شیخ الحدیث نور الحق انور ټاکل کېدل سمه او پرځای ټاکنه وبلله.
هغه زیاته کړه افغان ملي سوداګر د افغانستان اسلامي امارت هر اړخیز او جدي ملاتړ ته اړتیا لري او د نظام له لوري د هغوی تشویقېدل به په افغانستان کې ملي سوداګر پانګه اچونې ته نور هم وهڅوي.
شیخ الحدیث مولوی نورالحق انور د ملي سوداګرو او پانګه والو د اسلامي او انساني مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: اسلامي امارت د ملي سوداګرو تر منځ سالم رقابت او حلاله پانګه اچونه یو اسلامي اصل او حکومتولي ګڼي او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ملي سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي.
هغه همدارنګه وویل، د هېواد د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره اوسنی حکومت او ملي سوداګر د یوې سکې دوه مخونه دي او د سوداګرو ستونزو ته د رسیدګی لپاره د حکومت دروازې تل خلاصې دي.
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس د کابل ښار د خیرخواه مارکیټ کمپلکس ملي سوداګرو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به له دې کمپلکس څخه کتنه وکړي، د دوي غوښتنې او ستونزې به نوټ او د حل لارو موندلو هڅه به وکړي.