له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو په موخه د څلور ګونې کمېټې د همغږۍ لپاره غونډه وشوه
له بهرنیو هېوادونو، بهرني سازمانونو او افغانستان ته د راغلو هیاتو لپاره د څلور ګونې کمېټې د همغږۍ لپاره غونډه وشوه.
دغه غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د همغږۍ مرستیال شیخ الحدیث نور الحق "انور په مشرۍ د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین "تائب په حضور د بهرنیو چارو، ترانسپورت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، سرحدونو او قبایلو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، د عامه ټولګټو، مالیې، د کانونو او پطرولیم، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، وزارتونو او د چاپیریال ساتنې، نورم او استندرد، ریل پټلۍ ادارو، د استخباراتو عمومي ریاست، د افغانستان بانک او د پانګونې او سوداګرۍ اتاق د استازو په ګډون جوړه او د یادو کمېټو ترمنځ د همغږۍ لپاره ټینګار وشو.
د چارو ادارې د دولت د چارو د همغږې مرستیال د ګاونډویو او د سیمې د هېوادونو د اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د کمیټو د لا همغږۍ ټینګار ترڅنګ د هغوی د چارو د راپور غوښتونکی شو.
دغه څلور کمېټې د ترانزیت او ترانسپورت، د کرنې او مالدارۍ، د صنعت او سوداګرۍ او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کمېټه چې اړوندې ادارې يې غړيتوب لري، افغانستان ته له راغلي پلاوي سره د حکومت لومړيتوبونه شريکوي.
غونډې ته د ترانیزیت او ترانسپورت او د صنعت او سوداګرۍ کمېټو خپل د کار راپورونه، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، همدارنګه یې زیاته کړه چې دوی د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو سره د خبرو کولو لپاره چمتو دي.
غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کرنې او مالدارۍ او د کډوالو او بېرته راستنیدونکو کمیټې دې خپلې غونډې ژر تر ژره ترسره او وروستی راپور دې شریک کړي.
په دې څلور ګونو کمېټو کې اړوند وزارتونه او دولتي ادارې شاملې دي، چې د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې او نړۍ له لوړ پوړو پلاويو سره د لا زیاتو اړیکو د برابرولو په موخه خپل پلانونه او راپورونه د هېواد مشرتابه ته وړاندې کوي.