د اسلامي امارت د نظام اطاعت کوو او ورسره همکار یو

په دې ولسي غونډه کې چې نن دوشنبه د ذوالعقده ۲۳ نېټه د چارو ادارې عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د چارو ادارې په تالار کې جوړه شوې وه؛ د یوولسمې ناحیې د علماو، ګذر وکیلانو، د ناحیې مشرانو او ځوانانو وویل: موږ د اسلامي امارت د نظام اطاعت کوو او ورسره همکار یو.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوی عبدالباقی "منصور د یوولسمې ناحیې د علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو، ونډه له نظام څخه د ملاتړ، د امنیت د لا ټینګښت او د موکلینو او اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د دوی ایماني او انساني مسئولیت وګاڼه او ویې ویل: د چارو ادارې لوی ریاست دروازې تل د یوولسمې او نورو ناحیو د خلکو پر مخ خلاصې دي.
غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ولسي سمون رئیس مولوي محمد ناصر کبیري د یوولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل ترڅو د ښار په پاکي کې له ښاروالۍ او خلکو سره همکاري وکړي.
د علماوو، وکیلانو او ځوانانو استازو وویل: د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د دولت او ولس ترمنځ د واټن د له منځه تلو سبب ګرځي، دوی خپل ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې یو په یو ولوستلې او د اسلامي امارت د نظام د اطاعت او همکارۍ ژمنه یې وکړه.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده