د هیواد نړۍوالو هوايي ډګرونو، برېښنايي دروازو او ترمینالونو د ساتنې او څارنې اړوند جلسه وشوه

 

د چارو ادارې د غونډو په تالار کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د نړۍوالو هوايي ډګرونو، برېښنايي دروازو او د ترمینالونو د ساتنې او څارنې اړوند جلسه دایره شوه.

د قرآن کریم له تلاوت وروسته د غونډې مشر د هېواد لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي د غونډې د پیل له خبرو وروسته پر اجنډا بحث وکړ، چې پکې د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور، د ترانسپورت وزارت د پالیسۍ او تخنیک معین ډاکټر اکبر فولاد او د ماليې او ټولګټو وزارتونو استازیو خپل نظرونه شریک کړل.

د ترانسپورت وزارت استازیو د کابل د عامه ترانسپورت او د پنځو لویو ښارونو - بلخ، هرات، کندهار، جلال اباد او کندوز - اړوند خپلې طرحې وړاندې کړې او زیاته يي کړه چې د بريښنايي دورازو پر طرحه يي هم کار روان کړی دی او په بشپړېدو دی.

دوی ټینګار وکړ چې د هوايي ډګرونو او ترمینالونو ساتنه او څارنه کې يې په هره ممکنه برخه کې يي باید کلک ملاتړ ا و همکاري وشي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د بریښنايي دروازو او هوايي ډګرونو لپاره طرحې منظوري او د ترمینالونو د ساتنې او څارنې لپاره بودجه ځانګړې شي.

دغه غونډه په دعایه پای ته ورسیده.