د چارو ادارې لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
د چارو اداري لوی ریاست اداري غونډه د چارو اداري د دولت د چارو د همغږۍ مرستیال شیخ الحدیث نورالحق "انور" په مشرۍ د دې ادارې رئیسانو او د جانبي واحدونو مسئولانو په ګډون د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د اجندا له مخې د قرآن مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د چارو ادارې مرستیال د اصلاحي وینا وروسته په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
غونډه کې د تېرې اونۍ پرېکړې تعقیب او لازم هدایات صادر شول.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د وړانديز په اړه چې د دغې ادارې ځينو ولايتي دفترونو یاد معینیت ته د لېږد په اړه دی له کورنيو چارو وزارت سره همغږي وکړي.
غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست د مالي تخنیک او ترانسپورت ریاست دې د مالیې وزارت سره په مشورې د ۱۴۰۰ کال د (GPS) یا ردیاب آلې د درې میاشتني فیس د ورکړې او ۱۴۰۱ کال د قرارداد د نوي کولو لپاره دې اړینې پرېکړې وکړي.
په دې غونډه کې د قراردادي شرکت د کار د ښه ترسره کولو د تضمین د بیرته راستنېدو او د چارو ادارې کارکوونکو ته د نوي پیژند کارټ د ویش په اړه لازم هدایات صادر شول.
غونډه د خیر دعا سره پای ته ورسېده