ترکيې د کلالي صنعتي تولید د ملاتړ ډاډ ښکاره کړی
د ترکيې د «یونس امره» انسټیټیوټ مسؤل چغتای سونرین وايي په افغانستان کې د کلالانو د ملاتړ لپاره مرستې ته تیار دي.
نوموړي دا ژمنه وړمه ورځ/دوشنبه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور سره د ستالف ولسوالۍ له سنتي صنعتي کارځایونو څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
ښاغلي چغتای سونرین ویلي د افغان کلالانو د صنعت د پیاوړتیا، بازراموندنې او پراختیا لپاره به په داخل او بهر کې د سیمینارونو او ننداروتونو له لارې خپله هڅه ونه سپموي.
د فرهنګي چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالباقي منصور نوموړي ته د افغان صنعت د معلوماتو تر څنګ یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو دیني او ملي ارزښتونو ساتنه کړې او دا ډول صنعت د افغان کلتور څرګندونه کوي.
خټین لوښي چې د کلالانو د صنعتي تولید تر څنګ هنري تولید هم بلل کېږي، لا هم په افغان ټولنه کې په پراخه اندازه استعمالېږي.