22 غویی 1401
د پغمان ولسوالۍ د تاريخي ماڼیو په اړه د بي بي سي فارسي وروستی خبر حقیقت نه لري
دغې رسنۍ د خپل فسبوک له لارې داسې خبر خپور کړی، چې ګواکې (د پغمان ولسوالۍ قصرونه له بیا رغونې وروسته په متروکه بدل شوي دي.)
دغه راز ذکر شوې رسنۍ لیکلي: (د طالبانو له راتګ سره د پغمان قصرونه بېرته پخواني او له پامه غورځول شوي وضعیت کې دي)
د بي بي سي فارسي د (١٤٠١ هـ ش کال د ثور میاشت ٢١مې نېټې) چهارشنبې ورځې نشر شوی خبر له واقعیت لرې دی.
د ا.ا.ا د چارو اداره د بي بي سي فارسي نشر شوي ناسم خبر د ردولو سربېره یاده رسنۍ د کره معلوماتو په خلاء کې ګڼي.
د پغمان قصرونه د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست اړوند د عملیاتي او حمایوي واحد د کارکوونکو له لوري په ښه توګه حفظ او مراقبت کیږي.
د اسلامي امارت د واکمنۍ او هېواد کې د سولې ټینګښت سره د تېرو کلونو په پرتله په میله ځایونو او لرغونو سیمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته شوې ده، چې ډېر ژر به یې مستند هم نشر شي.