د چارو ادارې او د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ترمنځ غونډه وشوه
د چارو ادارې او د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ترمنځ غونډه نن د چهارشنبې ورځ د دواړو نهادونو د یو شمېر رییسانو او د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون د چارو ادارې جومات کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکايتونو د اوريدو کميسيون مشر مولوي صدیق الله د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداره د هېواد په کچه مهم دولتي بنسټ وباله ویې ویل: ټول د دولتي کارکوونکو او د افغانستان خلکو په وړاندې مسوولیت لرو، چې د الهي عذاب څخه د ژغورنې، د ملت او هېواد د فلاح او بریاوو په موخه د قرانکریم د اوامرو او نواهيو مطابق عمل وکړو.
نوموړي د قرانکریم د عظمت او مزیاوو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، دغه مقدس اسماني کتاب د بشریت د نجات لپاره نازل شوی او موږ باید خپلې عقیدې، اخلاق، چلند او عادتونه د قران عظيم شان او نبوي احاديثو مطابق برابر کړو.
په تعقیب یې د یاد شوي وزارت یو تن رییس مولوي عبدالحکیم حقاني د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د ښځو د اسلامي حجاب او د انحضرت (ص) سیرت او صورت ته ذکور کارکوونکو دعوت او دغه راز د جماعت لمانځه کې د کارکوونکو د حضور په تړاو رسمي مکتوب ولوست او د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت موخه او مقصد یې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو او د افغانستان خلکو ترمنځ ورورولي او اخوت وباله.
په ورته وخت کې د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د څارنې او ارزونې رییس مخدوم غلام الله حقاني د اسلامي حجاب په اړه د هېواد د عالمانو طرحه، چې د امیر المومنین له لوري تایید شوې ده، ولوستله او د هېوادوالو ترمنځه د شرعي حجاب د عملي کېدو برخه کې یې د نورو دولتي ادارو د همکاريو غوښتنه وکړه.
د ا.ا.ا د چارو ادارې د مقام د دفتر رییس قاري عبدالولي صدیقي د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د برنامو او فعالیتونو د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ وویل، د ا.ا.ا چارو اداره له یاد وزارت سره همکاري خپله شرعي او اسلامي وجیبه ګڼي او د دغه وزارت د برنامو او چارو د ښه والي په موخه به لازمه همکاري او همغږي رامنځته کړي.
غونډه د افغانانو د خیر او فلاح له دعا سره پای ته ورسیده.