د چارو ادارې او په افغانستان کې د یوناما دفتر استازو ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت د همغږۍ تعقیبي غونډه وشوه


د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) د استازو ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت د همغږۍ دوېيمه غونډه د چارو ادارې لوی رياست کې وشوه.
په پېل کې د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د تعمیرونو د بررسۍ رييس مولوي عبدالباري عاطف له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت برخه کې د اسلامي امارت د برنامو، لاسته راوړنو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ويل: اسلامي امارت د اداري فساد، اخلاقي فساد ضد مبارزې او قانون حاکميت په برخه کې جدي دی او يو له مهمو موخو د اداري او اخلاقي فساد محو او لمنځه وړل دي د قانون حاکمیت جدیت دی.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د پرېکړې په اساس د مخکيني حکومت د چارواکو د فساد دوسيې څيړنې پېل شوي او دغه برخه کې هر اړخيز غور خيړنې دوام لري.
د تعمیرونو د بررسۍ چارو رييس په وینا د پخواني حکومت د مسوولینو 200 باب ودانۍ او کورونه له غصب کیدو ساتل شوي او د ثبت او څیړنو وروسته د کورونو د مالکانو خپلوانو ته تسلیم شوي دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د يوناما دفتر استازې مېرمن مونیکا مارتینز وويل، " اسلامي امارت د فساد سره د مبارزې او قانون حاکمیت برخه کې مؤثر ګامونه اخستي او یوناما نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د پيغام او لاسته راوړنو د رسولو برخه کې د ارتباطي پل نقش ولري.
مېرمن مونیکا دغه راز وویل، د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) د نړیوالو قوانینو او نړیوالې ټولنې اصولو په بنسټ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د اړتیا په صورت کې د اداري فساد سره مبارزه کې خپلې مشورې شریکوي.
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور هم په خپل نوبت سره د اداري فساد ضد مبارزې او قانون حاکمیت برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ترسره شوېو اقداماتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د‌ غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د چارو ادارې لوی رياست او يوناما دفتر ترمنځ راتلونکې ناستې کې به د مطرح شوېو موضوعاتو د تخنيکي برخو په تړاو بحث وشي او دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا ټینګار وکړ.