د اسلامي امارت د کابینې ۳۱مه غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې ۳۱ مه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند، د ریاسة الوزراء مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
د غونډې په پیل کې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د ټاکل شویو پلاوو کاري راپورونه وړاندې شول او له مخې یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې. ورپسې د اجنډا له مخې په موضوعاتو بحث پیل شو.
په غونډه کې د کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي په عواملو بحث وشو او د دې ستونزې د حل لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او افغاني سرې میاشتې ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې یاده موضوع وڅيړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.
په غونډه کې له هیواد څخه په نا قانونه او قاچاقي لارو د خلکو تګ او له ایران سره په پوله د خلکو د بد وضعیت موضوع هم وڅيړل شوه او د بررسۍ لپاره یې اړوندو ادارو ته مسؤلیت وسپارل شو. لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په ایران هیواد کې د بندي افغانانو د پوښتنې او د امکان په صورت کې د بندیانو د استرداد موضوع لپاره ایران ته سفر وکړي.
په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم بحث وشو. او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.