7 غویی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د اهل هنودو له استازو سره ولیدل
دجمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس په دې لیدنه کې په کابل کې د اهل هنودو پر درمسال د ترهګریز برید له امله بیاځلي خواشیني څرګنده کړه.
د اهل هنودو استازو په دې لیدنه کې د وروستي برید له امله د جلالتماب ولسمشر له د اقداماتو او ځانګړې توجه مننه وکړه.
دچارو ادارې لوی ریيس په خپلو خبرو کې وویل چې په دې هېواد کې ټول افغانان برابر حقوق لري او ډاډ یې ورکړ چې خوست ولایت کې د دوی د ځمکو قضیه به ترڅو چې وضعیت عادي کیږي، د کرونا له امله قرنطین پای ته رسیږي او دبیرته راتګ زمینه برابریږي د یاد ولایت چارواکو سره شریک کړي او پر اهل هنودو د شوې حادثې لپاره د ګمارل شوي پلاوي ګزارش به تعقیب شي.