د وزارتونو د کارونو او برنامو د ښه والي په موخه غونډه جوړه شوه



د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ نورالحق "انور" په مشرۍ د بهرنيو چارو، مالیې، ملي دفاع، کورنيو چارو، کرنې، مالدارۍ اوبو لګولو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورت او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د وزارتونو ترمنځ د ورځینیو چارو او برنامو د ښې همغږۍ په موخه ناسته وشوه.
په پېل کې شیخ نورالحق "انور" د وزارتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خپل نظر او لیدلوری بیان کړ او د خلکو ستونزو د حل کولو به موخه یې د وزارتونو ترمنځه په ښې همغږۍ او مشترکو هڅو ټینګار وکړ.
په دغه غونډه کې ګډونوالو د داخلي امنیت، کرنې او مالدارۍ، بندرونو، سوداګرۍ او ټرانسپورت او دغه راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه خبل نظرونه او پروګرامونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د برنامو د ښه تطبیق لپاره دې بېلابېلې کاری کمېټې جوړې شي.