د اسلامي امارت د کابینې ۳۰مه غونډه دائره شوه

د اسلامي امارت د کابینې ۳۰مه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ دائره شوه. په پيل کې د قران کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول، ورپسې د رئیس الوزراء له ابتدائي خبرو وروسته د اجنډا له مخې پر موضوعاتو بحث پیل شو.
د کابینې غونډې له ګمرکي تعرفو څخه د بشري مرستو د معافیت په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تصویب کړه او مرسته ترلاسه کوونکو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د کومکي کاروانونو له رارسیدو دوه ورځې وړاندې د مالیې وزارت په جریان کې واچوي، تر څو له معافیت څخه برخمن او په ګمرکونو کې د مرستندویه کاروانونو له ځنډ څخه مخنیوی وشي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په تجارتي بندرونو کې د زارعتي او حیواني صحت د لابراتوارونو د فعالیدو په موخه، اړونده برخه کې د تشکیل د زیاتولو، او تعمیراتي چارو د بشپړولو په اړه جدي اقدامات وکړي.
د کابینې مجلس د هیواد په نړیوالو هوایي ډګرونو کې د (VIP) صالونونو څخه د استفادې طرز العمل د بیا کتنې او نهایي کولو او هوایي ډګرونو کې د بیلابیلو چارو او ستونزو د دقیقې بررسي لپاره لوړ رتبه هیئت تعین کړ، تر څو په دې برخه کې کامل نظم رعایت شي.
په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم بحث او پریکړې وشوې، غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.