د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پرېکړې
د امارتي ادارو د کارکوونکو د کار رسمي وختونو د تنظیم په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت طرحه په لاندې ډول تصویب ده.
• د حمل، ثور، جوزا، سرطان، اسد او سنبلې په مېاشتو کې:
◦ له شنبې تر چهارشنبې: د کار پیل د سهار له (۸) بجو او د کار پای د مازدیګر (۴) بجې. چې په مینځ کې یې له (۱) یوې تر (۲) دوه بجو د ماسپښین لمانځه او ډوډۍ لپاره وقفه په پام کې نیول شوې.
◦ د پنجشنبې ورځ: د کار پیل د سهار له ( ۸) بجو او د کار پای د ماسپښین(۱) یوه بجه.
◦ د روژې په مبارکه مېاشت کې: د اوونۍ په ټولو ورځو کې د کار پیل د سهار له (۸) اتو بجو او د کار پای د ماسپښین (۱) یوه بجه.
• د میزان، عقرب، قوس، جدي، دلو او حوت په مېاشتو کې:
◦ له شنبې تر چهارشنبې: د کار پیل د سهار له (۸:۳۰)بجو او د کار پای د مازدیګر (۳:۳۰) بجې. چې په مینځ کې یې له (۱) یوې تر(۲) دوه بجو د ماسپښین لمانځه او ډوډۍ لپاره وقفه په پام کې نیول شوې.
◦ د پنجشنبې ورځ: د کار پیل د سهار له (۸:۳۰) بجو او د کار پای د ماسپښین (۱:۳۰)بجې.
تولیدي موسسې، خدماتي، تل فعال بخشونه، نشراتي موسسې، روغتیايي، پوهنې او لوړو زده کړو برخې دې د کار د ځانګړنو، اقلیمي شرایطو، کړنلارو او اړونده مقررو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کاري وختونو پیل او پای د کال په لومړیو (۶) مېاشتو کې په اوونۍ کې (۴۰) ساعته او د کال په دوهمو (۶) مېاشتو کې په اوونۍ کې (۳۵) ساعته د پورته ذکر شویو کاري وختونو سره په متفاوت ډول تنظیم او عملي کړي.