د ا.ا.ا د چارو ادارې مرستيال له لوري د تخنکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ کارکوونکو ته د دې ادارې نوي مسوولين معرفي شول

د ا.ا.ا د چارو ادارې مرستيال له لوري د تخنکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ کارکوونکو ته د دې ادارې نوي مسوولين معرفي شول

۲۱ شعبان ۱۴۴۳
په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د دولت د چارو د انسجام مرستيال شيخ الحديث نورالحق انور، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رييس مولوي غلام حیدر شهامت، د ترنم او فرهنګي انسټیټیوټ ريیس ملا عبدالغني ظریفي، د دعوت او ارشاد رييس مولوي ذبيح الله رفیع، د يو شمېر دولتي ادارو استازو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ استادانو حضور درلود.
ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور
وويل، په نظامونو کې ټاکنې کېږي، خو هر نظام خپل اصول لري، چې ا.ا هم خپل اصول او معیارونه لري. د نوموړي په وينا: (پخوانۍ اداره کې شرعي اصول په نظر کې نه نيول کېدل او آن تر دې چې اساسي قانون هم نقض کېده.)
ښاغلي انور وويل، ا.ا شرعي او اداري اصول ټول په نظر کې نیولي او څوک چې ټاکي، له هر اړخه اعتماد پرې لري. د ا.ا مسؤلین مسؤلیت دروند امانت ګڼي، د(مسؤلیت) او امتحان په نظر ورته ګوري، همدا لامل دی چې له دندې لرې کیدل پرې هیڅ اغيز نه کوي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده ادارې سرپرست رييس مولوي غلام حیدر شهامت په خپلو خبرو کې وويل، موږ د امارت منسوبین مسؤلیت ته د‌ منصب په نظر نه بلکې د مسؤلیت په نظر ګورو او مسؤلیت یو امتحان دی.
ښاغلي شهامت زياته کړه: (ما د دې ملت درد حس کړی او په ټولو غوښتنو او ارمانونو یې خبر یم، ژمنه کوم، چې د هېواد په ابادۍ کې به له استعدادونو څخه د ګټې اخيستو هڅې وکړم. دغه اداره د هیواد د ابادۍ او پرمختګ ستون دی، هڅه به کوو چې خپل هدف ته پکې ورسېږو.)
نوموړي له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته په تللو هیوادوالو غږ وکړ، خپل هېواد ته راستانه شي او په ابادولو کې يې راسره شریک شي.