د چارو ادارې او په کابل کې د UNAMA او UNODC دفترونو د استازو ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې او په کابل کې د UNAMA او UNODC دفترونو د استازو ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت د همغږۍ غونډه د چارو ادارې لوی رياست کې وشوه.
په پېل کې د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د ودانيو د بررسي رييس مولوي عبدالباري عاطف له اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت برخه کې د اسلامي امارت د برنامو، لاسته راوړنو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ويل: اسلامي امارت د اداري فساد ضد مبارزې او قانون حاکميت په تړوا کې جدي دی او يو له مهمو موخو د اداري فساد محو او لمنځه وړل دي. دغه راز په يادو شويو مواردو کې هيڅ ډول سليقوي او نا قانونه چلند جواز نه لري.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د يوناما دفتر استازې مېرمن مونیکا وويل، "موږ له فساد سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت کړنې او جديت ستايو او په دغه برخه کې له حکومت سره هر ډول مرستې، همغږۍ او همکارۍ ته پوره ژمن يو."
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور وويل، د افغانستان اسلامي امارت د هر هغه قانون او نړيوالو ميثاقونو ملاتړ کوي، چې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
ښاغلي منصور زياته کړه، له نړیوالې ټولنې تمه کيږي، چې د اداري فساد سره د مبارزې او قانون حاکميت په برخو کې د اسلامي امارت ترسره شوو اقداماتو ته ارزښت ورکړي.
نوموړي د يوناما دفتر استازو ته وويل، اسلامي امارت د عدالت پلي کولو لپاره ژمن دی او د هېواد لويې څارنوالۍ کې له تعقيب او څېړنو پاتې قضيو په اړه غور او بررسي کوي.
د‌ غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د چارو ادارې لوی رياست او يوناما دفتر ترمنځ راتلونکې ناستې کې به د مطرح شوېو موضوعاتو د تخنيکي برخو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشي.