د اسلامي امارت د کابينې ۲۶مه غونډه وشوه

د اسلامي امارت د کابينې غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۶مه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ریاسة الوزراء د مرستیالانو، سرپرست وزیرانو او عمومي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قران کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د اجنډا مطابق په بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې اقتصادي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه، چې د ماليې وزارت اړوند ګمارل شوې کمېټې په ګډون د اصنافو د ثابتې ماليې د نورم کمولو په اړه د ماليې وزارت وړانديز په دقيق ډول وڅيړي او پايله يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
په غونډه کې لوی څارنوال شمالي ولایاتو ته د سفر، د حج او اوقافو وزیر په نظامي مرکزونو کې د قران کریم د تفسیر دورې د شروع کیدو او د تورخم دروازې د حالت ارزولو لپاره ټاکل شوي پلاوي خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.
د ننګرهار ولايت تورخم او د کندهار ولايت سپين بولدک بندرونو کې د نظم ساتنې، روغتيايي او نورو بېلابېلو ستونزو د حل په موخه ټولو اړونده وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې خپلې اړوندې ادارې په سم ډول فعالې کړي او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې وړ، په کار پوه او له فساد څخه پاک کافي شمير کسان وګماري.
عامې روغتيا وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د هوخست په نوم د درمل جوړولو سهامي شرکت د بيا فعاليت موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او پایله دې د تصمیم نیولو په موخه اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي. دغه راز د زړو او نویو ډالرو د دوه ګوني نرخ په اړه د تجارانو شکایت د څيړنې او غور لپاره اقتصادي کمیسون ته راجع شو.
په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې او غونډه د هيواد او ولس د سوکالۍ په دعا پای ته ورسېده.