د اسلامي امارت د کابینې ۲۵مه غونډه  ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه ترسره شوه
د اسلامي امارت د کابینې ۲۵مه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ دائره شوه.
په پیل کې د ریاسة الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تشکیلات کمیسیون کاري راپور وړاندې کړ، د یاد کمیسیون لخوا شوو پریکړو باندې بحث وشو او له کافي غور وروسته تصویب شوې، ورپسې د لویې څارنوالۍ د فعالیت، له پخوانۍ ادارې سره د پخوانیو زنداني مجاهدینو د دوسیو سرنوشت ټاکل، د مصادره اموالو په اړه پریکړه او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او پریکړې وشوې. لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په دې اداره کې موجودې د پخوانیو په فساد ککړو چارواکو د دوسیو د سرنوشت ټاکلو په اړه څیړنه وکړي او بشپړ راپور یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.
د مالیې وزارت په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د بشري مرستو اړوند د مالیاتي معافیت موضوع وڅيړي او پایله د کابینې مجلس ته وړاندې کړي. دغه راز اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې په حکومتي مغصوبه ځمکو د اشخاصو لخوا د جوړو شویو ودانیو موضوع په دقیق ډول وڅیړي.
د کابینې په مجلس کې د هیواد په نورو اجتماعي چارو او د حکومتي ادارو په ستونزو هم بحث وشو او لازم تصامیم ونیول شول. غونډه د هیواد او ولس د سوکالۍ په دعا پای ته ورسیده.