د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره، هغه بنسټ دی چې په لومړي پړاو کې د جمهوري ریاست د دوو خپلواکو ادارو( د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست) ته د مالي، اداري او حمایوي خدمتونو په موخه رامنځته شوې ده.

د دغو خدمتونو له ترلاسه کولو سره، یاد شوي بنسټونه خپلو مسلکي، سیاسي او سکتوري چارو ته زیات تمرکز کولای شي.

د دې ترڅنګ، په دغو دستګاوو کې د تشکیلاتي انفلاسیون په مخنیوي سره د بودیجي په لګولو کې سپما شوې ده.

همدا شان، د جمهوري ریاست د اړوندو ملکیتونو غوره مدیریت، د بنسټي پروژو تطبیق او په مالي او اداري برخو کې د سیستمونو پياوړتیا او ترې موثره استفاده هم نسبي پوخوالي ته رسیدلې ده.

د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۸/۱۲/۱۳۹۶ نېټې د (۳۳۶۹) ګڼه حکم له مخې،د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره د (۱۳۲۴) بستونو په لرلو سره، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د جانبي واحد په توګه رامنځته شوه.

وروسته په لیدلوري، ماموریت، اهدافو او وظیفوي مسوولیتونو کې د بدلونونو له رامنځته کیدو سره د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره، د جمهوري ریاست دعالي مقام د ۲۷/۸/۱۳۹۷ نیټې د (۳۳۸) ګڼه حکم له مخې سربېره پر دې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د جانبي واحد په توګه یې د حمایوي او تخنیکي خدمتونو د وړاندې کولو دنده لرله، په مرکز او ولایتونو کې د لویو بنسټي پروژو د انسجام، تنظیم او تطبیق مسوولیت هم ور وسپارل شو او د مخکیني نوم له تعدیل سره د د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره ونومول شوه.

 

 

د ویب سایټ لینک