د جینوا د تعهداتو د تعقیب د رهبرۍ بورډ د مالیې وزارت له استازو سره غونډه وکړه

د جینوا د تعهداتو د تعقیب د رهبرۍ بورډ د مالیې وزارت له استازو سره غونډه وکړه

 

 

د جینوا د تعهداتو د رهبرۍ بورډ دریمه غونډه د جینوا د تعهداتو د تعقیب سکرتریرت – د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د همغږۍ ریاست له لوري، د چارو ادارې لوی ریاست د ستر سلاکار عبدالسبحان روف په حضور او د یاد بورډ د غړو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست ستر سلاکار د غونډې په اجندا خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې معلومات وړاندې کړل.وروسته د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د همغږۍ او د جینوا د تعهداتو د تعقیب سکرتریت رئیس د ۲۰۲۱ کال د لومړی ربع د ګزارش په اړه د نړیوالې ټولنې نظرونه چې له سکرتریت سره شریک شوي ؤ، غونډې ته وړاندې کړل او ټولو هغو لسو نظرونو په اړه یې غونډې ته مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل.

په پای کې وړاندې شوي نظرونه او وړاندیزونه د غوندې د تایید وړ و ګرځېدل او پریکړه وشوه چې یاد وړاندیزونه به د یوې اونې په لړ کې د جینوا د تعهداتو د تعقیب سکرتریت سره شریک شي.

همدارنګه ورکشاپ ته ورته د کنفرانس سناریو چې په نږدې راتلونکې کې به په دوه برخو( ۱- د جلالتماب جمهور رئیس په مشرۍ او د وزارتونو او تطبیق کوونکو ادارو د لومړی شخص په ګډون او ۲- تخنیکي برخه د معینانو او د وزارتونو د تخنیکي اشخاصو او تطبیق کوونکو ادارو) په ګډون جوړه شي او د هغې برنامې د جوړېدو لپاره اړین چمتووالی ونیول شي.

په اخیر کې د یاد بورد غړو وویل چې د ټاکل شوې مودې مطابق به ریاستونه او ادارې د خپلو د فعالیتونو پایلې د جینوا د تعهداتو د تعقیب سکرتریت سره شریکې کړي.