د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا

د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا

د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا:

د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا د جمهوري ریاست د 17/2/۱۳۹۹ نیټې د ( 17) ګڼه فرمان پر بنسټ رامنځته شوی. د دغې شورا د دارالانشاء مسوولیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست پر غاړه لري.

عالي شورا لاندې دندې لري:

  1. د اوبو د مدیریت اړوند د پالیسیو، طرزالعملونو، برنامو، پروژو، ښاري ماسټر پلانونو او ښارګوټو تایید او منظوري. دغه راز د اراضۍ او ښاري پراختیا د سکتور د چارو څارنه او اغیزناک او بشپړ تطبیق لپاره تخنیکي ملاتړ؛
  2. د ښاري پروژو د پلي کیدو، اوبو مدیریت، اراضۍ/ ځمکوالۍ په برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه او ملاتړ؛ په ځانګړي ډول د عامه مشارکت او خصوصي سکتور له پروژو؛
  3. د دولتي او خصوصي املاکو د غصب عمده مسایلو ته د رسیدنې لپاره د پریکړو کول؛
  4. د هیواد د سطح الارضی او تحت الارضی اوبو د مدیریت او اغیزناک تنظیم او د اوبو د سیمه ییزو منازعاتو د تخنیکي مواردو په اړه د لازمو پریکړو کول؛
  5. د ذیدخلو وزارتونو له لورې د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا سکتور د لویو ملي پروژو په طرحه او تطبیق کې د لازمو پریکړو او اسانتیاوو رامنځته کول؛
  6. د اوبو، ځمکولۍ او ښاري سکتور په اړه د موظفو ادارو د فعالیتونو راپور اخیستل او ارزونه؛
  7. د اوبو،ځمکولۍ او ښاري پراختیا سکتور په اړوندو ادارو کې د همغږۍ رامنځته کول او د وزارتونو او اړوندو ادارو، خصوصي بنسټونو او تمویلونکو ترمنځ د وظیفوي تداخل رفع کول ؛
  8. د اوبو مدیریت د لیدلوري له مخې د کرنیزې او اقتصادي ودې د چټکتیا لپاره لازمې پریکړې او د کلیو د اوبو د ښه مدیریت په وسیله د کلیو د پراختیا د بهیر چټکول.