6 غویی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د معادونو او پترولیم وزارت سرپرست سره وکتل
په دې لیدنه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست او معادونو او پترولیم وزارت ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وشو او تصمیم ونیول شو چې د دې وزارت مهم موضوعات په خپل ټاکلي وخت کې د جمهوري ریاست عالي مقام د اقتصادي ناستو په اجنډا کې شاملې شي.