د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د حقونو په اړه د جلالتمآب جمهوررئیس د هدایت تحقق په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست په مشرۍ د شهیدانو او معلولینو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او اداري اصلاحاتوکمیسیون د استازو په ګډون د هېواد د معلولینو او شهیدانو د وارثینو د حقونو د تامین په اړه د همغږۍغونډه وشوه.
په پېل کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس محبوب شاه محبوب د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د ځانګړو حقونو او دې برخې ته د جلالتمآب جمهور رییس د هدایت په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیالې صبري اندړ د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ځانګړو امتیازونو، دولتي بستونو ازموینو کې د معلولیت لرونکو وګړو د 3 امتیازي نمرو، زده کړو برخه کې د شهیدانو کورنۍ غړو ته د سکالرشيپ او نورو حقونو د طرزالعمل نه عملي کیدو او دغه برخه کې د نوې ترتیب شوې طرحې په اړه جزیات شریک کړل.
د غونډې ګډونوالو له بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نظر اخیستلو په موخه د چارو ادارې سره طرحه شریکه کړي، نظرونه به توحید او د کابینې غونډې لپاره به نهایي طرحه ترتیب شي.