د کندهار ولايت ځوانانو او د‌ مدني ټولنې فعالانو د چارو ادارې لوی رئیس سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کندهار ولايت ځوانانو او د‌ مدني ټولنې فعالانو سره ليدنه کې د‌ هغوی ستونزې او وړانديزونه واوريدل.
په دغه ليدنه کې د کندهار ولايت ځوانانو او د‌ مدني ټولنې فعالانو د پوهنې، بېکارۍ، داخلي بېځايه شويو ته د رسيده ګۍ، په دولتي ادارو کې د ځوانو کادرونو استخدام، د‌ پروژو تطبيق څرنګوالي نظارت، د برېښنا د لګښت بيې کموالي، له زده کړو فارغ شويو ته د‌ تحصيلي اسنادو وېش او د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکزونو د زياتوالي برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل.
د چارو ادارې لوی رئیس د کندهار ولايت د مدني ټولنې فعالانو او ځوانانو څخه د دغه ولايت د بنسټيزو اړتياوو د تشخيص کولو له امله مننه وکړه ويې ويل، د ښوونکو د تشکيل ستونزه سره له دې، چې د بودجې موضوع هم لري، په ممکنه لنډ وخت کې حل شي.
د‌ برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو د زياتوالي په اړه يې وويل، چې د توزیع پروسه په چټکۍ سره روانه ده او اوس چې تقاضا ډېره ده هڅې پېل شوي، چې د توزیع مرکزونو شمېر زيات شي.
ډاکټر فضلي د‌ کندهار ولايت ځوانانو او مدني فعالانو سره ژمنه وکړه، چې د‌ چارو ادارې د مسوولينو له لوري به يې ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسيده ګي کيږي او پايلې به يې د کندهار ولايت مقام سره شريکې شي.