د بي بي عادله خیریه بنسټ اړوند شمسه دارالایتام لپاره د دولتي ځمکې د قانوني ورکړې د څرنګوالي په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې د چارو د انسجام رئيس وحید حلیم یار په مشرۍ د ښار جوړولو او ځمکو، کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو استازو، د امنیت شورا دفتراستازي او د بي بي عادله خیریه بنسټ مسوولینو په حضور کې د شمسه دارالایتام لپاره په قانوني ډول د دولتي ځمکې ورکړې او د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت عملي کیدو په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه کې د شمسه د یتیم پالنې د مخینې په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، یاد بنسټ ته د دولتي ځمکې سپارلو د بهیر په اړه بحثونه وشول پرېکړه دا شوه، چې د جمهوری ریاست عالي مقام د هدایت مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بي بي عادله خیریه بنسټ مسوولینو او نورو اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ ذکر شوې موضوع له بېلابېلو اړخونو وڅيړي، د غونډې د پرېکړو سره سم ګډه او واضح طرحه ترتیب کړي او دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت، بي بي عادله خیریه بنسټ او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د هوکړه لیک مسوده چمتو او اړونده ادارې یاده طرحه له ټولو اړخو وڅیړي او د جمهوري ریاست عالي مقام ته د وړاندې کولو لپاره یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته وسپاري.