د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي له مومند نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، کندهار ولایت ته د سفر پرمهال، د دې ولایت له مومند نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه او د روغتون د ډاکټرانو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.
د یاد شوي روغتون مرستیال حاجي پښتون مومند د روغتون د امکاناتو او تجهیزاتو په اړه معلومات وړاندې او وویل: دا روغتون د ۵۰ میلیونه ډالرو له پانګونې سره، په نړیوالو معیارونو جوړ شوی.
ښاغلي مومند د باکیفیته درملو او طبي ماشینونو د واردولو او بهرنیو متخصصینو د رابللو په برخه کې د ستونزو له یادولو سره وویل: هیله من یوو، چې په کندهار کې طبي پوهنتون جوړ، زموږ روغتون د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص په پروګرام کې شامل، د دولتي او خصوصي روغتونونو همغږي رامنځته، خصوصي پوهنتونونو ته طبي بورسونه ځانګړي او د بریښنا په لګښتونو کې تخفیف راکړل شي.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د مومند روغتون د چارو په بشپړیدو له خوښۍ ښود او ټولو افغانانو ته له مبارکۍ ویلو سره وویل: دا روغتون له نړیوالو معیارونو سره سم په ښو امکاناتو، تجهیزاتو او کادري ظرفیتونو جوړ شوی، چې معیاري او اغېزناک روغتیایي مرکز کیدای شي.
هغه د درملو او طبي ماشینرۍ د واردولو ستونزو په اړه وویل، د درملو او خوړو ملي اداره پر سټنډردونو کار کوي، چې د شرایطو له بشپړیدو سره به یې د هېواد سوداګر په اسانۍ سره واردات وکړای شي.
د چارو ادارې رئیس دغه راز د بهرنیو متخصصینو د را بللو په اړه وویل، چې دا بهیر اسانه شوی او د مومند روغتون رهبري کولای شي په روغتیایي برخه کې له بهر مېشتو افغاني ظرفیتونو هم ګټه واخلي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، چې په روغتیا وزارت کې اصلاحات دوام لري، د اکمال تخصص پر نصاب هم کار روان دی، چې مومند روغتون به یې د معیارونو له پوره کولو سره د دغه تخصص په یوه مرکز بدل شي.