د چارو ادارې د لوی رئیس په ګډون د کندهار ولایت د سکتوري رئیسانو غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کندهار د والي الحاج روح الله خانزاده په حضور کې، د دې ولایت د سکتوري رئیسانو غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت سکتوري رئیسانو په جلا ـ جلا ډول خپلې ستونزې او د خدمتونو او انکشافي پروژو د چټکتیا لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل.
دوی د ښوونکو د تشکیل او کتابونو ، د ښوونځیو د ودانیو، تدریسي امکاناتو او لابراتوار، په عینو مېنه کې د دیپلوماتیک ښارګوټي ستونزه، د متوازن تشکیل او معیاري وړوکتونونو ، د ترمینل او معیاري تمځایونو نه موجودیت، د امبولانس کمښت او د بولدک ترمینل ته د ځای ټاکل له خپلو ستونزو یاد کړل.
د کندهار سکتوري رئیسانو د ښوونکو د څلور زره کسیز تشکیل د منظورۍ، د میرویس نیکه حوزوي روغتون د جوړیدو او په روغتیایي سکتور کې د ظرفیت لوړونې غوښتنې هم وکړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کندهار د سکتوري رئیسانو د غوښتنو له هرکلي سره وویل، چې معارف ته د لومړیتوب په توګه د کندهار د خلکو نظر خوشالونکی دی.
هغه زیاته کړه: په لویو ښارونو کې د انکشاف نامتوازن والی او اړتیاوو ته نه پاملرنه اساسي ستونزه ده، د ښوونکو تشکیل د جمهوري ریاست عالي مقام ته د منظورۍ لپاره استوم، خو د کندهار په ښوونځیو کې د زده کوونکو جذب باید زیات شي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، چې د ښوونځیو د ودانیو ستونزه د اقرا پروګرام له لارې حلیږي، د ستونزو او وړاندیزونو په نوم وړاندې شوي ټکي ټول لیست شوي، چې د اړوندو وزارتونو او ادارو په همغږۍ به ورته رسیده ګي وشي او که اړتیا وه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې غونډو ته به واستول شي.