د چارو ادارې لوی رئیس کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئیس کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي الحاج روح الله خانزاده سره ولیدل.
کندهار والي، د چارو ادارې لوی رئیس ته د هرکلي ویلو او د سفر له مهم ګڼلو سره یې، په کندهار کې د پرمختیایي پروژو د عملي کیدو پر وړاندې ستونزې او خنډونه او نورې اړتیاوې بیان کړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د کندهار د والي د هڅو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت د اړتیاوو پوره کیدو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.