د جینوا کنفرانس د ژمنو تطبیق د رهبري بورډ لومړنۍناسته غونډه وشوه
د جینوا کنفرانس د ژمنو د رهبري بورډ، چې د 2020 کال جینوا کنفرانس د ژمنو تحقق طرزالعمل په اساس جوړه شوی، لومړنۍناسته یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ستر سلاکار عبدالسبحان روف په مشرۍ د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او د چارو ادارې سکتوري رییسانو، چې د بورډ غړیتوب لري ترسره شوه.
په پېل کې د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان روف د رهبرۍبورډ جوړیدو په تړاو لنډ معلومات شری کړل ویې ویل، د جینوا کنفرانس د ژمنو د تحقق د کړنلارې سره سم د بورډ غونډې په اونیز ډول جوړیږي.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو او د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب سکرتریت رئیس شاپور ژمن د غونډې ګډونوالو ته د جینوا کنفرانس د ژمنو په تړاو د ترسره شوو فعالیتونو د جینوا کنفرانس د ژمنو د تحقق د طرزالعمل او د عمومي او 2021 کال پلانونو د مسودو ترتیب؛د دولتِ ادارو سره د نظر اخیستلو په موخه د طرزالعمل او عمل پلانونو شریکولو، د ژمنو د تعقیب کمېټو جوړول او د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب سکرتریت کې د هغو د ډیټابس ترتیب معلومات وړاندې کړل.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ټولې دولتي ادارې د جینوا کنفرانس د ژمنو برخه کې په جدي ډول کار وکړي او خپل راپور د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب سکرتریت سره شریک کړي، ځکه ټاکل شوې د جینوا کنفرانس د ژمنو د تحقق راپور د لوړپوړو چارواکو ناسته (Senior Official Meeting) چې د 2021 کال نومبر میاشت کې ترسره کیږي، ګډونوالو ته وړاندې شي.
دغه راز د رهبرۍبورډ راتلونکې غونډه کې د ادارو له لوري د جینوا کنفرانس د ژمنو د عملي شوو برخو نمونې وړاندې شي.
دغه راز طرزالعمل په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د عمومي او د 2021 کال د عمل پلانونو سره د متحدالمال له طریق له ادارو سره شریک شي.
ټینګار وشو چې، د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې سره همغږۍ وشي، څو راتلونکې غونډه کې د ذکر شوې ادارې تخنیکي کمېټې مسوول د بورډ غړو ته د خپلې طرحې په اړه توضیحات او معلومات شریک کړي.