د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د ښځو چارو، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، مالدارۍاو اوبو لګولو او پوهنې وزارت استازو په حضور کې د WEE-RDP پروژې د انتقال او د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو لپاره د ښځو چارو اړوند مرکزونو څخه د ګټې اخیستلو لپاره د دغه وزارت طرحې په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو د تعقیب په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه کې د WEE-RDP پروژې د انتقال او ښځو چارو وزارت طرحې په اړه بحث او نظرونه شریک شول او پرېکړه دا شوه، چې د مالیې وزارت له نړیوال بانک سره په تفاهم د دغې پروژې د کارکوونکو د معاش ستونزه حل کړي او ښځو چارو وزارت د ارزونې پروسه چې د نړیوال بانک له لوري ترسره کیږي، چټکه شي.
دغه راز د ښځو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره د دې پروژې تطبیق لپاره د ظرفیت، امکاناتو او اسانتیاوو موجودیت شریک کړي او د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ د نړیوال بانک له مسوولینو سره ناسته وکړي.
د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو لپاره د میرمنو اړوندو مرکزونو استفادې طرحې په تړاو پرېکړه وشوه، چې د ښځو چارو وزارت په مشرۍ د ټولو اړوندو ادارو په ګډون کمیټه جوړه شي او د طرحې د بیا کتنې او غني کولو لپاره کار وکړي او د تطبیق لپاره یې د عمل پلان چمتو کړي. دغه راز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، پوهنې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونه د ذکر شوې طرحې عملي کیدو لپاره خپل چمتووالي اعلان کړي.